چارواکي: روسیې د اوکراین پر ښارونو او بنسټونو د بې پېلوټه الوتکو بریدونه کړي
اوکرایني چارواکو نن وویل چې روسیې تېره شپه د اوکراین پر ښارونو او بنسټونو د بې پېلوټه الوتکو په مرسته پراخې حملې کړې دي.
دغو چارواکو خبرداری ورکړی چې مسکو ښايي تر ژمي مخکې خپلې حملې لا سختې کړي.
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي په خپله ایکس شبکه چې پخواني ټویټر نومېده نن جمعه لیکلي چې روسیې تېره شپه د 'شاهد' په نوم څلوېښت بې پېلوټه الوتکې توغولي دي.
د هغه په وینا، د دغو الوتکو تر نیمايي زیاټې نسکورې کړای شوې دي.
د فرانسې خبري اژانس په لیکنه، پر اوکراین د روسیې د جګړې له پیله د شاهد په نوم په ایران کې جوړې شوې په سلګونو الوتکې پر اوکراین د حملو لپاره کارول شوې دي.
د اوکراین ولسمشر زیاته کړه، پوهېږي چې د ژمي په نږدې کېدو سره، د هغه په وینا 'روسي تروریستان' ښايي د لا زیاتو زیانونو اړولو لپاره راکټي او د بې پېلوټه الوتکو حملې زیاتې کړي.
د هغه په وینا، دښمن ته به سخت ځواب ورکړل شي.
په همدې حال کې د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د اوکراین پولې ته څېرمه یې پر بلګورود پر فضا د اوکراین دوې بې پېلوټه الوتکو نسکورې کړې دي.