پاکستان کې د " بې اسنادو" افغانانو نېول روان دي
![پاکستان کې د](https://gdb.rferl.org/01000000-c0a8-0242-3889-08dbdcde59f9_tv_w800_h450.jpg)
د پاکستان حکومت وایي هغه کسان نیسي چې په دغه هېواد کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري، خو یو شمېر افغانان وایي د قانوني اسنادو له لرلو سره- سره نیول کیږي او اېستل کیږي.
په دوی کې هغه افغانان هم شامل دي چې پاکستان کې زیږیدلي دي.