روغتیایي چارواکي: د غزې پر یوه امبولانس د اسراییلو هوایي برید ۱۵ کسان وژلي
![روغتیایي چارواکي: د غزې پر یوه امبولانس د اسراییلو هوایي برید ۱۵ کسان وژلي](https://gdb.rferl.org/9f23e393-1e14-4916-982e-46b125914d88_w800_h450.jpg)
په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، چې پر یوه امبولانس د اسراییل په هوايي حمله کې ۱۵ کسان وژل شوي دي.
د اسراییل پوځ بیا وايي، چې د حماس ډلې افراطي وسلوال یې په نښه کړي دي.
په همدې حال کې ټاکل شوې چې نن په اردن کې د امریکا د متحدو ایالتونو یو وتلی ډیپلومات په یوه غونډه کې، د اوربند لپاره د عرب هېوادونو غوښتنې واوري.
د حماس تر ولکې لاندې غزه کې روغتیايي چارواکو پرون جمعه ویلي اسراییل هغه امبولانس ویشتلی چې د ټپي شویو فلسطینیانو د لېږدولو په کاروان کې شامل و.
ویل شوي په دې پېښه کې ۶۰ نور کسان ټپیان شوي دي.
د اسراییل پلیو ځواکونو تېره پنج شنبه د خپلو جنګي عملیاتو تر تشدید وروسته غزه ښار کلابند کړ.
د اسراییل په خبره هدف یې د حماس ډلې ختمول دي.
وروسته له هغې چې حماس ډلې د اکتوبر پر اوومه پر اسراییل په برید سره ۱۴۰۰ کسان ووژل او شا و خوا ۲۴۰ کسان یرغمل کړل، له هغې راهیسې پر غزه د اسراییل هوايي او ځمکني عملیات روان دي.