نړیوال جام؛ نیوزیلینډ پاکستان ته د ۴۰۲ منډو هدف ورکړ
د کرکټ نړیوال جام ۳۵مه سیالي د پاکستان او نیوزیلینډ ترمنځ د هند په بنګلور ښار کې پیل شوې ده.
نیوزیلینډ د خپلې توپوهنې پاڼۍ بشپړه کړې ده او ۴۰۱ منډې یې کړې دي.
د یادې لوبډلې لپاره ارچين رویندرا درېیمه سلیزه هم بشپړه کړه. دغه راز کین ویلیمسن ۹۵ منډې وکړې.
پاکستان ته یوازې محمد وسیم جونیر ښه توپ اچونه وکړه چې ۳ لوبغاړي یې وسوځول.
که پاکستان ننۍ سیالي وبایلي، نو په روان نړیوال جام کې به له پرمختګ پاتې شي.