پاکستان له نیوزیلینډ څخه د کرکټ نننۍ لوبې ګټونکی اعلان شو
د کرکټ د ۲۰۲۳م کال د پنځوس اووره نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن پاکستان له نیوزیلنډ د کرکټ مسابقه په ۲۱ منډو وګټله.
لوبه نیوزیلنډ پیل کړه، چې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره یې د ۴۰۲ منډو هدف ورکړ، خو د پاکستان له خوا د بټنګ تر پیل وروسته د باران له کبله لوبه دوه ځلې وځنډېده.
بالاخره د پاکستان د نومرو اوسط او ویکټو ته په پام پاکستان ګټونکی اعلان شو.
په بله لوبه کې د اسټرالیا انګلستان ته د ۲۸۷ منډو هدف ورکړی دی. انګلستان په بټنګ بوخت دی.