ازبکستان: د ایکو په راتلونکې سرمشریزه کې به افغانستان ګډون ونه کړي
![ازبکستان: د ایکو په راتلونکې سرمشریزه کې به افغانستان ګډون ونه کړي](https://gdb.rferl.org/76A010F4-F784-485A-8892-2D5125FF96F0_cx46_cy22_cw35_w800_h450.jpg)
ازبکستان وايي، د اقتصادي همکارۍ سازمان یا ایکو په راتلونکې سرمشریزه کې به، چې په تاشکند کې جوړېږي، افغانستان ګډون ونه کړي.
د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف د مطبوعاتي دفتر ريیس شېرزاد اسداوف پرون وویل، د ایکو په سرمشریزه کې د افغانستان د ګډون لپاره د دې سازمان د ټولو غړیو هېوادونو موافقه او د نړیوالې ټولنې له لوري د افغانستان د حکومت رسمیت پېژندل په کار دي.
د ازبکستان د ولسمشر مطبوعاتي رييس په دې ټینګار وکړ چې افغانستان د ایکو غړی هېواد دی، خو د ۲۰۲۱ په اګست کې د بدلون له کبله دا هېواد د ایکو په غونډو او فعالیتونو کې په موقتي ډول برخه نه شي اخیستلی.
د طالبانو د واک ته رسېدو څه باندې دوه کاله وځي خو تراوسه هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
نړیواله ټولنه وايي، تر څو چې طالبانو د نجونو او ښځو د حقونو په شان د خلکو لومړني حقونه نه وي ورکړي، د دوی حکومت به په رسمیت ونه پېژني.