'اندریکا راټواټ' په افغانستان کې د یوناما مرستیال ټاکل شوی
!['اندریکا راټواټ' په افغانستان کې د یوناما مرستیال ټاکل شوی](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-8cc9-08db4b1145c5_w800_h450.jpeg)
د ملګرو ملتونو سرمنشي سریلانکایی اندریکا راټواټ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما د مرستیال په توګه ټاکلی دی.
دې سازمان پر خپله ویبپاڼه دا خبر ورکړی او ویلي یې دي چې ښاغلی راټواټ د رامز الاکبروف پرځای پر دې دنده ګومارل شوی او په عین حال کې به د ملګرو ملتونو چارې تنظیموي.
رامز الاکبروف د تېر جمهوري نظام تر سقوط وروسته هم په کابل کې چارې مخته وړلې او څه موده وړاندې یې کاري موده پای ته ورسېده.