فوټبال؛ اشلي مایکل د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې مشر روزونکی ټاکل شوی
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خبر پر اساس انګلستانی اشلي مایکل د دې هېواد د فوټبال ملي لوبډلې د نوي مشر روزونکي په توګه ګومارل شوی دی.
ښاغلی مایکل نن د نومبر په ۸مه نېټه په کابل کې یوې خبري ناستې ته وینا کړې ده.
تر نوموړي وړاندې د کوېټ هېواد اوسیدونکي عبدالله المطیري د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې روزنه پر غاړه درلوده چې د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره تر ناندریو وروسته یې استعفا وکړه.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو هم پر خپلو ټولنیزو پاڼو د فوټبال فدراسیون له مشرتابه سره د اختلافاتو له امله د پرېکون پوسټونه کړې دي او لا څرګنده نه ده چې یاد لوبغاړي به له نوي روزونکي او اوسنۍ ادارې سره لوبو ته دوام ورکړي یا نه؟
د نوي روزونکي د پېژندنې په ناسته کې د فوټبال فدراسیون مشر محمد یوسف کارګر ویلي، له اجرایوي کمیټې سره تر مشورو وروسته یې اشلي مایکل وستووډ چې د روزنې له پراخې تجربې برخمن دی د نوي روزنکي په توګه ټاکلی دی.
ښاغلي مایکل د دې خبري ناستې پر مهال ویلي دي، هڅه یې دا ده چې د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو د نړیوال جام او اسیا جام د لارموندنې په دویم پړاو سیالیو کې افغان لوبډله بریالۍ کړي.
هغه به خپله دنده د قطر او کوېټ د پیاوړو لوبډلو پر وړاندې سیالیو کې پیل کړي.