کاکړ: پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو راهیسې پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې ۶۰ سلنه زیاتې شوي
د پاکستان د موقت حکومت صدراعظم، انوارالحق کاکړ وايي، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته په دې هیواد کې ترهګریزي پیښې ۶۰ سلنه زیاتې شوي دي چې په پایله کې یې د پاکستان ۲۲۶۷ وګړي وژل شوي دي.
د پاکستاني رسنیو په حواله، نوموړي نن، د نومبر په ۸مه نیټه، یوه خبري کنفرانس ته په وینا کې ويلي چې، په څه باندې تیرو دوو کلونو کې، په پاکستان کې دغه بریدونه د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له لوري د افغانستان د خاورې په کارولو ترسره شوي دي.
انوارالحق کاکړ زیاته کړه چې په پاکستان کې په ځانمرګو بریدونو کې یو شمیر افغانان هم شامل و.
کاکړ زیاتوي:
"په ځانمرګو بریدونو کې ۱۵ تنه افغان اتباع هم شامل وو، د دې تر څنګ تر اوسه د پاکستان د قانون پلي کوونکو ادارو سره د ترهګرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې ۶۴ افغانان وژل شوي، چې دا ټول حقایق افغان چارواکو ته معلوم دي."
د پاکستان صدراعظم ادعا وکړه، چې دوی افغان طالبانو ته د ټي ټي پي د غړو لست ورکړی او دغه شان یې ورسره په دې اړه بشپړ معلومات شریک کړي خو طالبانو تراوسه په دې برخه کې مثبت اقدام نه دی کړی.
د پاکستان د سرپرست حکومت صدراعظم همدا شان په افغانستان کې د طالبانو حکومت څخه غوښتي چې باید په دې هیواد کې میشت ټول پاکستانیان چې په پاکستان کې په ترهګریزو حملو کې لاس لري ژر ترژره ونیسي او دوی ته یې وسپاري.
انوارلحق کاکړ د خپلو خبرو په پایله کې وویل د یو شمیر طالب چارواکو د ده په ټکو غیر ضروري، غیر مسولانه، ګواښونکي او ګمراه کوونکي څرګندونې د خواشینۍ وړ دي.
نوموړي په دې اړه وویل:
"د یو شمیر افغان چارواکو له وروستیو څرګندونو وروسته د ترورېزم د وروستیو پېښو زیاتوالی نه یوازې دا چې بې معنا نه دی، بلکې د پاکستان د دولت اندېښنې هم تاییدوي."
د یادونې ده، چې یو شمېر طالب چارواکو له پاکستانه د افغان کډوالو د اجباري اېستلو په غبرګون په دې ورستیو کې تنده ژبه کارولې ده، له دې ډلې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي د لړم په پنځلسمه په کابل کې یوې غونډې ته په خبرو کې، د کډوالو په وړاندې د پاکستان حکومت چلند ظالمانه وباله.
نوموړي وویل، دوی په دې برخه کې له ډیر زغم کار اخیستی او په ټکو کې یې که د پاکستان حکومت خپل چلند بدل نه کړي، دوی به عکس العمل ته اړ شي.
خو دا چې څرنګه عکس العمل جزیات یې ورنه کړل.
د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد د پاکستان د موقت حکومت صدراعظم څرګندونو په اړه زموږ پوښتنې ځواب نکړې خو تر دې مخکې د طالبانو حکومت تل ویلي چې د افغانستان خاوره به دې هیڅ هیواد پر ضد نه کارول کیږي.
د سیاسي او پوځي چارو یو شمیر پوهان بیا وايي چې پاکستاني چارواکو ته په کار ده چې د تورونو لګولو پر ځای دي، له ډیپلوماټيکو لارو د سیمه اییزې ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره لاس په کار شي.
د سیاسي او پوځي چارو پوه، احمد خان اندړ ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:
"دا د دوی یوه غیر ډیپلوماټیکه کړنه ده، افغانان هیڅ کله د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي، بلکې دا دوی دي چې په نړۍ کې د ترهګرۍ د مور په نوم یادیږي او تل یې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخلې کړي دي. موږ غواړو چې د پاکستان حکومت دغه راز تورونو ته د پای ټکی کېږدي."
پاکستاني چارواکو تر دې مخکې هم د دې هېواد په نا امنیو کې هلته د مېشتو یو شمېر افغانانو د ښکلېتیا تورونه پورې کړي او ویلې یې دي چې په دې اړه یې د طالبانو حکومت ته اسناد هم ورکړي دي.
په ظاهره همدا ناندرۍ د دې لامل شوې چې پاکستان په هغه هېواد کې مېشتو افغان کډوالو باندې کړۍ تنګه کړي.
د انوارالحق کاکړ په ټکو، د بې اسناده افغان کډوالو د وتلو د وروستي مهلت تر پای ته رسېدو وروسته له دونیم لکه زیات افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د پاکستان د حکومت دغه پرېکړه د ملګرو ملتونو کارپوهانو، بشري سازمانونو او د طالبانو حکومت ناعادلانه او د کډوالۍ له کنوانسیونونو سره په ټکر کې بللې ده.