د بلوچستان حکومت محسن داوړ اسلام اباد ته ستون کړی
د اېن ډي اېم د بلوچستان وياند اېمل خان ناصر رسنیو ته په لېږدولې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په کوټه کې یې پولیسو د مرکزي عمومي سېکرټر مزمل شاه کور محاصره کړی وو. د هغه په وينا، هلته محسن داوړ موجود وو چې وروسته ورته وويل شول چې هغه د چمن په پرلت کې ګډون نه شي کولی.