د کرکټ نړیوال جام کې سري لنکا نیو زیلینډ ته د ۱۷۲ منډو هدف ورکړی دی
د کرکټ ۵۰ اوورنو نړیوال جام په سياليو کې د سري لنکا لوبډلې نیو زیلینډ ته د ۱۷۲ منډو هدف ورکړی دی.
د بنګلور په لوبغالي کې د نومبر نهمې سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښين پر يوه نيمه او د کابل پر وخت د ماسپښین یوه بجه پیل شوه چې پکې پچه نیو زیلینډ وګټله او سري لنکا ته یې د بیټېنګ بلنه ورکړه.
د سري لنکا لوبډلې چټک بیټېنګ پیل کړ خو ژر، ژر یې لوبغاړي هم وسوځېدل. د سري لنکا ټوله لوبډله په ۴۷م اوور کې په ۱۷۱ منډو وسوځېده.
د سري لنکا کوشال پرېرا ۵۱، مهېش تیکشانا ۳۸ او دننجایا ډي سېلوا او دلشان مدوشنکا ۱۹ منډې وکړې. د نیو زیلینډ ټرېنټ بولټ درې، او لاکي فرګوسن، مېچل سینټنر او رچېن روېندرا دوه، دوه سري لنکايي لوبغاړي وسوځول.
تر دې وړاندې د نومبر پر اتمه انګلینډ د نېدرلینډز لوبډلې ته په ۱۶۰ منډو ماتې ورکړه.
د انګلینډ لوبډلې په ټاکلیو ۵۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۳۳۹ منډې وکړې. د انګلینډ بېن سټوکس ۱۰۸، ډېوېډ ملان ۸۷ او کرېس ووکس ۵۱ منډې وکړې.
د نېدرلینډز بس ډې لېډې درې، او آرین دت او لوګان فن بېک دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.
په ځواب کې د نېدرلینډز د لوبډلې دوه بیټران ژر وسوځېدل او بیا درېیم یې پر ۶۸ مجموعي منډو، څلورم په ۹۰ او پینځم پر ۱۰۴ منډو وسوځېد.
تر دې وروسته سکاټ اېډورډز او تېیا نېدامنورو چټکه لوبه وکړه خو اېډورډز تر ۳۸ منډو کولو وسوځېد. د نېدرلینډز ټول لوبغاړي په ۳۸م اوور کې په ۱۷۹ منډو وسوځېدل. له اېډورډز پرته د نېدرلینډز تېدامنورو ۴۱، وېسلې برېسي ۳۷ او سېبراند اېنګلبرېښت ۳۳ منډې وکړې.
د انګلستان عادل رشید او معین علي درې، درې او ډېوېډ وېلي دوه هالینډي لوبغاړي وسوځول.
د کرکټ نړیوالې شورا د ووبپاڼې له مخې، د یو ورځني نړیوال جام د سیالیو په لومړي پړاو کې هند، جنوبي افریقا او اسټرالیا نیمه پایلوبو ته لاره موندلې ده.
اوس به د نړیوال جام د پاتې سیالیو پر اساس پرېکړه کېږي چې کوم هېواد نیمه پایلوبې ته لاره مومي.
د کرکټ د نړیوالې شورا له درجه بندۍ سره سم، نیو زیلینډ پر څلورم، پاکستان پر پینځم او افغانستان پر شپږم مقام دي چې درېواړه لوبډلې نیمه پایلوبې ته د وتلو زیات چانس یا امکان لري.
د نومبر پر ۱۰مه افغانستان او جنوبي افریقا یو بل ته مخامخېږي. ټاکل شوې چې د ګجرات ایالت د احمد اباد په نرېندرا مودي لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښین پر یوه نیمه او د کابل پر یوه بجه پیل شي.
په هند کې د کرکټ د نړیوال جام سیالۍ د اکتوبر له پینځمې راهیسې روانې دي او د نومبر پر ۱۹مه یې پایلوبه کېږي. په هغو سیالیو کې ۱۰ لوبډلو برخه اخیستې ده.