طالبانو په تېر نظام کې د ولسي جرګې غړی 'ملاترهخېل محمدي' نیولی
په تېر جمهوري نظام کې په ولسي جرګه کې د کوچیانو د پخواني استازي ملا ترهخېل محمدي کورنۍ تاییدوي چې نوموړی د طالبانو له خوا توقیف شوی دی.
که څه هم معلومه نه ده چې هغه په کوم تاریخ نیول شوی، خو ورور یې حاجي موسی ترهخېل په یوه ویډیو کې چې ټولنیزو شبکو کې ښکته پورته کېږي، له طالبانو غواړي چې ملا ترهخېل محمدي خوشې کړي.
هغه وايي: "حاجي ملا صاحب ترهخېل نور راپرېږده، دوست لرو، دښمن لرو، ولا شرمېږو. په دې شرمېږو چې ټول دغه سابقه سیاسون وتښتېدل، مونږ ونه تښتېدو. حاجي ملا صاحب نور راپرېږده. د قوم مشر مو دی. زمونږ د دیګ برغولی دی، زړونه مو چټي بوټ ختلي دي."
طالبانو تراوسه د ملا ترهخېل محمدي د نیولو په اړه رسماً څه نه دي ویلي، خو د هغه د ورور له خبرو داسې بریښي چې پر نوموړي د ځمکو د غصب تورې پورې دی او وررو یې موسی ترهخېل وایي چې دوی خپل کور، مېلمستون، مدرسه او نور جایدادونه تخلیه کړي دي.
د طالبانو د حکومت عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، تېره یوه میاشت کې دوی نږدې ۶۹ زره جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصه او اړوندو ادارو ته یې تسلیم کړې ده.