د بدن ښکلا په سیالیو کې یوه افغان لوبغاړي د سرو زرو مډال ګټلی
د افغانستان د بدن ښکلا لوبغاړي علي رضا اساهي د جنوبي کوریا په سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټلی دی.
د بدن ښکلا فدراسیون د خبر له مخې، ۵۰ کلن اسايي د ۸۵ کیلو ګرامه وزن په سیالانو کې تر ټولو د غوره بدن او اندام لرونکی پېژندل شوی او لومړی مقام یې ګټلی دی.
د خبر له مخې له نوموړي سره د کوربه جنوبي کوریا، چين، هندوستان او جاپان هېوادونو لوبغاړو سیالي کوله.
د ویلو ده چې تر دې وړاندې هم په دې برخه کې ګڼو افغان لوبغاړو ښې لاسته راړونې درلودې.