ایران د جي اووه ډلې اعلامیه وغندله
ایران، د جي اووه ډلې یا د نړۍ د اوو لویو صنعتي هېوادونو هغه اعلامیه وغندله چې له تهران څخه په کې د حماس ډلې له ملاتړه د لاس اخیستلو غوښتنه شوې ده.
په هغه اعلامیه کې له ایرانه دا غوښتنه هم شوې وه، داسې اقدامات دې نه کوي چې منځنی ختیځ بې ثباته کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني پرون پنجشنبه د جي اووه ډلې اعلامیه په سختۍ سره وغندله او ویې ویل چې ایران په هغو هڅو کې دخیل و، چې هدف یې د اسراییل له پوځي عملیاتو د غزې د بې دفاع خلکو خوندي کول دي.
کنعاني زیاته کړه، تمه کېده چې د جي اووه ډلې د بهرنیو چارو وزیران د اسراییل د رژیم د اقداماتو، چې د ده په وینا له بشري حقونو او نړیوالو قوانینو سرغړونه کوي په غندلو سره خپل نړیوال مسوولیت پرځای کړي.
د نړۍ د اوو لویو صنعتي هېوادونو په ډله کې د امریکا متحد ایالتونه، بریتانیا، جرمني، کاناډا، فرانسه او جاپان شامل دي.
دغې ډلې د چهارشنبې په ورځ په توکیو کې د خپلې غونډې پر مهال د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ په روانه جګړه کې د بشري وقفې ملاتړ وکړ.
جي اووه ډلې دغه راز له ایران څخه غوښتنه وکړه چې د لبنان له حزب اله ډلې او نورو ډلو خپل ملاتړ پای ته ورسوي.