امریکا شمالي کوریا ته د مسکو لهخوا د پوځي ټکنالوژۍ د احتمالي لېږد په اړه خبرداری ورکړ
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن شمالي کوریا ته د مسکو له خوا د پوځي ټکنالوژۍ د احتمالي لېږد په اړه خبرداری ورکړ.
هغه ویلي، دا اقدام به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له څو پرېکړه لیکونو یوه ښکاره سرغړونه وي.
هغه پرون پنجشنبه په سیول کې خبریالانو ته وویل، چې د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو له وزیر پارک جین سره یې پر هغو اضافي اقداماتو خبرې وکړې چې د دوی هېوادونه یې له خپلو شریکانو سره کولی شي، څو پر مسکو فشارونه زیات شي او شمالي کوریا ته د پوځي ټکنالوژۍ په لېږد بریالۍ نه شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ونه ویل، چې د مسکو په وړاندې به اضافي اقدامات څه وي.
شمالي کوریا چې ډېره منزوي شوې، پر اټومي او راکټي پروګرامونو یې نړیوال بندیزونه هم لګول شوي دي.
بلېنکن زیاته کړه چې امریکا او جنوبي کوریا د مسکو او پیونګ یانګ ترمنځ د پوځي همکاریو د زیاتېدو په باب خپله ژوره اندېښنه ښودلې ده.
امریکا او متحدان یې اندېښنه لري چې شمالي کوریا روسیې ته د وسلو د لېږد په بدل کې ښايي له مسکو پوځي ټکنالوژي ترلاسه کړي.