چارواکي: اسراییلي ځواکونو د حماس د ځانګړې قطعې یو شمېر وسلهوال وژلي
د اسراییل پوځ وايي، ځواکونو یې نن سهار د پوځي استخباراتو په لارښوونه د حماس د ځانګړې قطعې یو شمېر وسله وال وژلي دي.
د اسراییل د پوځ په وینا، په دې عملیاتو کې چې د غزې د جبالیا په لوېدیځه برخه کې وشول، د حماس د ځانګړي ځواک دوه مهم قوماندانان احمد موسي او عمر الهندي هم وژل شوي دي.
اسراییل وايي چې د حماس دغه ځواک تېره میاشت په اسراییل کې پر اسراییلیانو په برید کې لاس درلود.