رسنۍ: په عراق او سوریه کې پر امریکايي ځواکونو څلور حملې شوي
رویټرز خبري اژانس د خبرو سرچینو په قول وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په عراق او سوریه کې پر امریکايي ځواکونو څلور حملې شوي دي.
دوو امنیتي سرچینو پرون پنجشنبې رویټرز خبري اژانس ته وویل، په موصل کې د امریکايي پوځیانو په لار کې هغه مهال چاودنه وشوه چې له عراقي پوځیانو سره یوځای په ګزمه وتلي وو.
په دې پېښه کې د امریکايي پوځیانو نقلیه وسیلې ته زیان واوښت، خو د مرګ ژوبلې سبب نه شوه.