ارشد حسینشاه د خیبر پښتونخوا د لنډمهالي اعلی وزیر په توګه لوړه وکړه
ارشد حسین شاه د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت د لنډمهالي اعلی وزیر په توګه لوړه وکړه.
د خيبر پښتونخوا د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې والي غلام علي د پېښور ولایت په مقام کې له نوموړي د وفادارۍ لوړه واخیسته.
بل پلو عوامي نېشنل ګوند او پاکستان تحريک انصاف د لنډمهاله اعلی وزیر څوکۍ لپاره د ارشد حسین شاه د غوره کېدو پر طریقه نیوکې کړې دي.
ارشد حسین شاه داسې وخت د خیبر پښتونخوا د نوي لنډمهالي اعلی وزیر په توګه ټاکل شوی چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ګړندی کړی دی.
د خیبر پښتونخوا اکثرو سیمو کې د افغانانو نیول او موقتي کمپونو ته ستنول روان دي.