نری رنځ څه ډول ناروغي ده؟
نن په روغتیا او درملنه خپرونه کې پر نري رنځ غږېدلي یو چې ټیوبرکیلوسېس (ټي بي) یا تپ دق هم بلل کېږي. نری رنځ یا ټي بي یوه بیکټېریايي ناروغي ده چې که پر وخت یې سم تشخیص او علاج و نه شي نو مرګونې ثابتېدای شي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې په پاکستان او افغانستان کې هر کال لکونه خلک په دې ناروغۍ اخته کېږي. د ناروغۍ د علاماتو، تشخیص او درملنې په اړه تفصیل په خپرونه کې درکوو.