د پاکستان د سنا یو شمېر غړي: د افغان کډوالو د ایستلو پلان دې وځنډول شي
د پاکستان په سنا کې د بېلابېلو ګوندونو استازو پر حکومت غږ کړی چې د افغان کډوالو د ایستلو پلان وځنډوي.
د جماعت اسلامي ګوند استازي مشتاق احمدخان پرون وویل چې ده سترې محکمې ته لیکلي چې د قانون له مخې موقت حکومت ورځنۍ چارې سمبالوي او د کډوالو د ایستلو صلاحیت نه لري.
د نوموړي په وینا، دا پرېکړه باید راتلونکي منتخب حکومت ته پرېښودل شي.
مشتاق احمد زیاتوي چې پاکستان له افغان کډوالو څخه مخکې د پخواني شوروي د یرغل پر وړاندې د یوه ډال په توګه کار واخیست، خو اوس یې په جبر سره باسي.