راپور: لا هم په ډېری هېوادونو کې ماینونه خلکو ته مرګژوبله اړوي
د ځمکنیو ماینونو د مخنیوي ټولنو په یوه تازه راپور کې ویلي چې د ماینونو پر کارولو د ډېرو هېوادونو له بندیز سره سره پرسونل ضد ماینونه لا هم ډېره مرګژوبله اړوي.
د ځمکنیو ماینونو د څارنې ټولنې چې د بشري حقونو د څار د سازمان په مشرۍ یو شمېر نادولتي ادارې غړیتوب په کې لري، د ۲۰۲۳ کال په راپور کې چې نن په ژنیو کې خپور شو ویلي چې د ماینونو زیان ماشومانو ته ډېر رسېږي او کله ناکله د شخړو له پای ته رسېدو ډېره موده وروسته هم مرګ انساني مرګژوبله اړوي.
راپور زیاتوي چې روسیه پر اوکراین د بې دلیله یرغل په ترڅ کې لا هم د ځمکنیو ماینونو کارولو ته دوام ورکوي، په داسې حال کې چې د پرسونل ضد ماینونو پر کارولو د بندیز لپاره د ۱۹۹۷ کال کنوانسیون یې هم لاسلیک کړی دی.
دا کنوانسیون د ماینونو پر کارولو، زېرمه کولو، تولید او صادرولو بندیز لګوي.
په بیان کې راغلي چې په ۲۰۲۲ کال کې په ۵۱ هېوادونو کې د ځمکنیو ماینونو د چاودنو په پېښو کې لږترلږه ۴۷۱۰ کسان مړه او ټپیان شوي چې ۸۵ سلنه یې ملکي وګړي او په دوی کې نیمايي ماشومان وو.