فوټبال؛ افغانستان نن له قطر سره سیالي کوي
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن د قطر هېواد پر وړاندې سیالي ترسره کوي.
دغه سیالي به د کابل پر وخت ماسخوتن ۸:۱۵ بجې د قطر په ال خلیفه لوبغالي کې پیل شي.
د دې سیالیو موخه د ۲۰۲۶ ز کال نړیوال جام او ۲۰۲۷ ز کال د اسیا ملتونو جام ته لار موندنه ده.
افغان لوبډله به د دې لارموندنې د دویم پړاو په سیالیو کې د نومبر په ۲۱مه له کوېټ سره دویمه سیالي ترسره کړي.
یادې لوبډلې له تېرو څو ورځو راهیسې د قطر په پلازمېنې دوحې کې خپل تمرینات هم ترسره کړې دي.
د ویلو ده چې افغان لوبډله به د راتلونکي زیږدیز کال په مارچ کې له هندوستان سره هم سیالي ترسره کړي.