روسي پلاوي شمالي کوریا سره پر بېلابېلو همکاریو خبرې وکړې
![روسي پلاوي شمالي کوریا سره پر بېلابېلو همکاریو خبرې وکړې](https://gdb.rferl.org/748caf47-acd5-4913-bade-5cf34c5f95ef_cx0_cy10_cw0_w800_h450.jpg)
د روسیې د طبیعي زېرمو د وزیر الکساندر کوزلوف په مشرۍ یو روسي پلاوی نن (د نومبر ۱۷مه) له شمالي کوریا څخه ووت.
د شمالي کوریا د دولتي رسنیو په وینا، دغه پلاوي پیونګ یانګ ته سفر کړی و چې "د سوداګرۍ، اقتصاد، ساینس او ټکنالوژۍ په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ" په اړه خبرې وکړي.
جنوبي کوریا پر پیونګ یانګ تور پورې کړی چې مسکو ته یې له اوکرایین سره په جګړه کې تر یو میلیون ډېر بېلابېلې د توپونو مرمۍ ورکړي دي.
داسې ښکاري چې شمالي کوریا د دې همکارۍ په بدل کې د سټلایټ ټیکنالوژۍ په برخه کې مشوره ترلاسه کړې ده.