بوریل اسراییلو ته؛ یو وحشت بل نه شي توجیه کولی
![بوریل اسراییلو ته؛ یو وحشت بل نه شي توجیه کولی](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-0887-08dbe6b56b62_w800_h450.jpg)
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بوریل اسراییلو ته ویلي: یو «وحشت بل نه شي توجیه کولی».
هغه ټینګار کړی چې د حماس تېرې میاشتې برید ته د اسراییلو غبرګون باید د غوسې ښکار نه شي.
حماس د امریکا متحدو ایالتونو او اروپايي ټولنې له خوا د یوه ترهګر سازمان په توګه پيژندل شوی.
جوزپ بوریل، د اکتوبر د اوومې نېټې له برید وروسته پرون د لومړي ځل لپاره له اسراییلو څخه لیدنه وکړه.
جوزپ بوریل د اسراییلو سره د پیوستون د څرګندولو هڅه وکړه او په عین حال کې یې د فلسطین د ملکي تلفاتو په اړه نړیوالې اندېښنې هم منعکس کړې.
اسراییلي ځواکونه د غزې په تړانګه کې د حماس افراطي ډلې له مینځه وړو په لټه کې دي.