د پیسو نړیوال صندوق: کینیا ته څه باندې ۹۰۰ میلیونه ډالره پور ومنل شو
د پیسو نړیوال صندوق یا (IMF) پرون پنج شنبه وویل، چې کینیا ته یې د ۹۳۸ ملیون ډالرو په ارزښت د پور له ورکولو سره موافقه کړې ده.
کینیا، ته دا پور داسې وخت منظور کېږي، چې له مالي ستونزو او د پورونو له لوړې سطحې سره مخامخ دی.
بېسارې وچکالۍ، کرونا وبا او په اوکراین کې روانې جګړې د افریقا پر دغه هېواد اغېزې کړې دي.
کینیا چې د وګړو شمېر یې ۵۳ ملیونو ته رسېږي، د جون میاشتې تر پایه یې د پورونو اندازه ۶۶ ملیارد ډالرو ته ورسېده.
دغه هېواد باید تر راروان ميلادي کاله پورې د ۲ ملیارد امریکايي ډالرو په ارزښت د یورو د قرضیې اوراق تادیه کړي.
د کینیا ولسمشر ویلیم رُتو ویلي، هېواد به یې د یورو بانډ لومړۍ برخه چې ۳۰۰ ملیون ډالره کېږي، بله میاشت ورکړي.
د پیسو نړیوال صندوق ویلي، کینیا ته د تازه پور د ورکړې موافقه باید د دغه صندوق د مدیره هیئت له خوا په جنورۍ میاشت کې تصویب شي.