د ملګرو ملتونو یوه محکمه: سوریه دې د شکنجې کولو پروګرام ودروي
![د ملګرو ملتونو یوه محکمه: سوریه دې د شکنجې کولو پروګرام ودروي](https://gdb.rferl.org/b07375d5-37ee-4d4b-928a-d07f3c5c84c6_w800_h450.jpg)
د ملګرو ملتونو یوې مخکښې محکمې پرون پنج شنبه وویل، سوریه باید د شکنجې کولو پروګرام ودروي.
څېړونکي وايي، سوریه کې په ۲۰۱۱م کال کې د کورنۍ جګړې له پیل سره، په لسګونو زره کسان د شکنجنې په نتیجه کې مړه شوي دي.
د عدالت لپاره نړیواله محکمه وايي، سوریه باید د خپل صلاحیت په چوکاټ کې د شکنجې د اعمالو او د مجازاتو د نورو ظالمانه، غیربشري او تحقیروونکو مواردو د مخنیوي لپاره ټول اقدامات وکړي.
دغې محکمې حکم کړی، چې سوریه باید د شکنجې اړوند د هر ډول شواهدو له ختمول بند او د دغو شواهدو خوندیتوب یقیني کړي.
کاناډا او هالنډ هم د عدالت لپاره له نړیوالې محکمې «په بېړني ډول» غوښتنه کړې وه، چې د سوریې په زندانونو کې د شکنجې مخه ونیسي. د دوی په وینا په توقیف کې هره ورځ د شکنجې ګڼ موارد لیدل شوي دي.
دا غوښتنه داسې وخت کېږي، چې فرانسې، د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د نیولو لپاره نړیوال حکم صادر کړ. فرانسې اسد په ۲۰۱۳م کال کې د کیمیاوي حملو له کبله په بشرضد جنایتونو کې په لاس لرلو تورن کړ.