چین کې اورلګیدنې لږ ترلږه ۲۶ کسان مړه کړي
![چین کې اورلګیدنې لږ ترلږه ۲۶ کسان مړه کړي](https://gdb.rferl.org/0ff60000-0aff-0242-ea07-08d9a51002fa_w800_h450.jpg)
د چین د ډبرو سکرو د یوه شرکت په ودانۍ کې د اورلګېدنې له کبله لږ تر لږه ۲۶ کسان مړه شوي دي.
اسوشېټېډ پریس خبري اژانس پرون د چین د دولتي رسنیو په حواله راپو رورکړی، چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۳۸ نور کسان ټپیان شوي دي.
د ژغورنې د برخې کارکوونکو، تر اورلګېدنې وروسته دغه وداني له خلکو تشه کړې ده.
هغه ودانۍ چې اور په کې لګېدلی، په شانشي ولایت کې د یانژو په نوم د ډبرو د سکرو د یوه شرکت دی.
شانشي د چین هغه ولایت دی، چې د ډبرو زیات سکاره په کې تولیدېږي.
په هغو ویډیوګانو کې چې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي او د چین په CCTV ټلویزیون کې خپاره شوي، ښکاري چې له یوې څلورمنزله ودانۍ د اور لمبې او لوګي پورته کېږي.
د چین ولسمشر، شي جین پینګ د دې اورلګېدنې په باب د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.