Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Ноябрь
2023

د 'پریسا ازاده' او نورو افغان ښځینه فعالانو نیونو غبرګونونه پارولي

0
د 'پریسا ازاده' او نورو افغان ښځینه فعالانو نیونو غبرګونونه پارولي

د بشري حقونو سازمان یا فریډم‌نو او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست د پریسا ازاد په ګډون د بشري او د ښځو د حقونو د مدافعینو نیول په کلکه غندلي او د دوی د ژر تر ژر خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د بشري حقونو سازمان، فریډم‌نو د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې طالبان باید پر فعالانو خپل بریدونه ودروي او هغه فعالانې چې په بند کې دي ژر تر ژره خوشې کړي.

دغه سازمان لیکلي، پاریسا ازاده چې یوه ښځینه مظاهره کوونکې وه په کابل کې د طالبانو له خوا برمته شوه.

د هغې ځای معلوم نه دی او ژولیا پارسي، ندا پرواني او مینه صدیقي له یوې میاشتې زیاته موده کېږي چې د طالبانو په زندانونو کې دي.

دغه شان په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق هم د دې عمل په غندلو سره د مېرمن ازادې د نیولو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د طالبانو له بنده یې د ښځو او بشري حقونو د مدافعینو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې.

نوموړي تېره ورځ د نومبر په ۱۶مه په خپله ایکسپاڼه لیکلي: "دا عمل د اسلامي او کلتوري ارزښتونو او همدارنګه د بشري حقونو د بنسټيزو اصولو او ازادۍ خلاف کار دی."

دا غبرګونونه وروسته له هغې دي چې د ازادۍ او عدالت لپاره د ښځو خوځښت ادعا وکړه چې د ښځو د حقونو فعاله او د دې خوځښت غړې پریسا ازاده د چهارشنبې په ورځ د طالبانو لخوا نیول شوې ده.

د دې خوځښت مسوولې شمایل توانا ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه چې نوموړې د طالبانو حکومت د استخباراتو لخوا نیول شوې ده.

هغې وویل: "د چهارشنبې په ورځ موږ د خپل خوځښت له ادرسه د ښځو پر وړاندې د کاري محدودیتونو او د کورنیو د اقتصادي ستونزو په اړه یو اعتراضیه پروګرام جوړ کړی و. له بده مرغه په لاره کې کله چې ازادې غوښتل په دې پروګرام کې ګډون وکړي د طالبانو د استخباراتو لخوا تعقیب او په دشت برچې سیمه کې ونیول شوه."

هغې زیاته کړه چې د طالبانو حکومت یې د پنجشنبې په ورځ کورنۍ ته خبر ورکړ چې مېرمن ازاده د دوی په بند کې ده، خو د دې په ټکو دوی او کورنۍ یې تر اوسه د هغې د ځای او حالت په اړه کوم خبر نه لري.

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل د دې موضوع او په اړه د اغلې ازادې له کورنۍ سره خبرې وکړي، خو بریالی نه شو.

دغه راز د ازادي راډیو خبریال د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغې نیونې او ادعاوو په اړه وپوښت، خو نوموړي د دې راپور تر خپرېدو پورې پوښتنې ځواب نه کړې.

یو شمېر معترضې مېرمنې او د ښځو او بشري حقونو فعالانې بیا وايي چې د طالبانو حکومت په دې نیونو سره غواړي په ټولنه کې وېره رامنځته کړي او د فعالانو غږ غلی کړي.

د مبارزو ښځو د خودجوشه خوځښت غړې وحیدې امیري ازادي راډيو ته وویل: "طالبان په دې لټه کې دي چې څرنګه خپل مخالفین وځپي او په ټولنه کې یوه وېره رامنځته کړي او د خلکو غږ غلی کړي."

په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې پریسا ازاده، د ښځو او بشري حقونو څلورمه فعاله ده چې ادعا کېږي د طالبانو حکومت لخوا نیول شوې ده.

ندا پرواني د وږي په ۲۸مه، له مېړه او څلور کلن ماشوم سره یې، ژولیا پارسي او د هغې مشر زوی د تلې په پنځمه او منیژه صدیقي د تلې په ۱۷مه په کابل کې د طالبانو د حکومت لخوا ونیول شوې.

خو د طالبانو حکومت تر اوسه د دوی نیول نه تایید او نه هم رد کړي دي.

که څه هم ډېری هېوادونو او د بشري حقونو سازمانونو د دغو اعتراض کوونکو مېرمنو د خوشې کېدو او د دې لړۍ د درولو غوښتنه کړې، خو طالبانو تراوسه د يادو غوښتنو په اړه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی.

خو دوی په دې ورستیو کې یو شمېر نیول شوي کسان ازاد کړي چې په کې افغاني الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي او مطیع الله ویسا هم شامل وو.





Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин подвел итоги Московской олимпиады школьников





Москва

В Москве произошла драка с участием 15 человек, двое в больнице


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин подвел итоги Московской олимпиады школьников



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Рихард Вагнер

В Зарядье покажут постановку Рихарда Вагнера «Летучий голландец»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Сотрудница ОМОН "Оплот" приняла участие в костромском забеге «Галичское Заозерье»

«Шушумагия» и «Команда МАТЧ» – в топ-25 мультсериалов на «Кинопоиске»

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве


ATP

Сумасшедший матч «Реала», Медведев опустился в рейтинге ATP. Главное к утру



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Lipatov Sound заявил о выходе нового трека “Red City”



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России