اروپايي ټولنه: روسیه له پناه غوښتونکو شرموونکې استفاده کوي
اروپايي ټولنې نن پر روسیې تور ولګاوه چې پر نورو هېوادونو د فشار راوستلو لپاره له پناه غوښتونکو شرموونکې استفاده کوي.
د دې ټولنې په وینا، د دوی ته معلومه شوې چې ګڼ شمېر بې اسناده پناه غوښتونکي د روسیې له سرحدونو فنلنډ ته په اوښتو دي.
هلسنکي پرون پنجشنبه اعلان وکړ چې له سبا شنبې به له روسیې سره د خپلو اتو سرحدي دروازو، څلور هغه یې وتړي، ځکه فنلنډ ته د اوښتونکو پناه غوښتونکو شمېر زیات شوی دی.
د فنلنډ صدراعظم پټري اورپو ویلي، روسیه په لوی لاس هڅه کوي چې له ناټو سره د خپل سږني کړکېچ له کبله فلنډ بې ثباته کړي.