Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Ноябрь
2023

د امریکا د سولې انسټېټیوټ: د کډوالو په ایستلو پاکستان طالبان تر فشار لاندې راوړي

0
د امریکا د سولې انسټېټیوټ: د کډوالو په ایستلو پاکستان طالبان تر فشار لاندې راوړي

د امریکا د متحده ايالتونو د سولې انسټېټیوټ وايي چې د پاکستان د موقت حکومت وروستي سياستونه ښيي چې دغه هېواد غواړي په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت فشار راوړي.

دغه انسټېټیوټ وايي چې د طالبانو او پاکستان د حکومتونو ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو او له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په بهير چټکتيا سره پاکستان د خپلو تازه سیاستونو له لارې پر طالبانو د فشار راوستلو پراخ کمپاین پیل کړی ترڅو د انسټېټیوټ په ټکو طالبان دې ته اړ کړي چې له تحریک طالبان پاکستان څخه ملاتړ ونه کړي.

دې انسټېټیوټ د پنجشنبې په ورځ یو راپور خپور کړ او ویې ویل چې دا فشارونه به لږ تر لږه تر هغه دوام وکړي چې د طالبانو حکومت له تحریک طالبان پاکستان څخه په ملاتړ له سره غور ونه وکړي.

د امریکايي د سولې انسټېټیوټ خبرداری ورکړى چې دا وضعیت به په اوږد مهاله کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې لا پسې خرابې کړي.

د متحده ایالاتو د سولې انسټېټیوټ په خبره، د طالبانو مشران لا هم پر دوی د پاکستان د موقت حکومت د زیاتېدونکي فشار او له تحریک طالبان پاکستان سره خبرو اترو ته د لېوالتیا او امتیازاتو نه ورکولو په ځانګړي توګه د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې د پاکستاني طالبانو او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو له ناکمېدو راهیسې نا هيلې دي.

په دغه راپور کې د پاکستان د موقت حکومت لومړی وزیر انوارالحق کاکړ چې د امریکا د سولې انسټېټیوټ په وینا د پاکستان پوځ ته نږدې دی، د نومبر په اتمه په یوه خبری غونډه کې په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، دا چې د افغان طالبانو مشرتابه د تحریک طالبان پاکستان 'ټي ټي پي' ملاتړ کوي، په پاکستان کې یې د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره مرسته کړې او په نتیجه کې په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو ورسته ۲۸۶۷ پاکستانيان وژل شوي دي.

خو د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد دغو څرګندونو ته غبرګون ښودلى او ويلي يې دي چې دوى په پاکستان کې دننه د امنيت مسووليت نه لري، نو ځکه په خبره یې، پاکستان دې پر افغانستان تور پورې نه کړي.

مجاهد ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې پاکستان په نښه کړي.

خو د پاکستان او افغانستان یو شمېر سیاسي شنونکي د امریکا د سولې انسټېټیوټ له موندنو سره سر نه ښوروي.

د پاکستان د بشري حقونو د کمېسیون پخوانی مشر او پخوانی سناتور او د سیاسي چارو پوه افراسیاب خټک، وايي چې پاکستان ظاهراً له پاکستاني طالبانو د ملاتړ مسئله د بهانې په توګه کاروي، خو دلته نورې مهمې مسئلې هم شته.

خټک زیاتوي: "پاکستان غواړي افغانان مجبور کړي چې له پاکستان سره نوي تړونونه لاسلیک کړي چې له مخې یې پر افغانستان د پاکستان کنټرول قانوني بڼه غوره کړي؛ دا د دې ټولو اقداماتو اصلي موخه ده. د بېلګې په توګه دا چې پاکستان په زور افغان کډوال شړي ډېری افغانان یې تر فشار لاندې نیولي دي، دې په خاطر چې افغانستان د پاکستان تر ملاتړ لاندې سیمه وي، د بېلګې په توګه بهرنۍ تګلاره او دفاع یې، دا یې ویلي نه دي، خو دا مسایل به په راتلونکي کې مطرح کړي."

دغه شان په پاکستان کې د افغانستان د سفارت پخوانی سرپرست او د سیاسي چارو پوه زردشت شمس ازادي راډيو ته وویل چې د پاکستان او طالبانو د حکومت ترمنځ د ترینګلتیا یو لامل د تحریک طالبان پاکستان مسئله ده، خو په خبره یې دا چې پاکستان په سیمه کې د ستراتژیکو ګټو له لاسته راوړلو نا هیلی شوی، فشار ته یې مخه کړې.

شمس وايي: "داسې نورې مسئلې هم شته چې پاکستان په افغانستان کې د واک له ترلاسه کولو وروسته په سیمه او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ستراتیژیکو ګټو د ترلاسه کولو تمه لرله، خو اوس مهال لیدل کېږي چې طالبان په ډېرو چارو کې د خپلې خوښې خلاف خپلواکه پالیسي پرمخ وړي او د پاکستان وروستیو اقداماتو هم د دغه هېواد ناهیلې وښودله."

د امریکا د سولې انسټېټیوټ له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو ایستل د دغه هېواد د حکومت له خوا پر طالبانو د فشار یوه وسیله بولي او له پاکستان څخه د افغان کډوالو اخراج په چټکۍ سره پیل شوی دی.

پاکستان د نومبر له لومړۍ نېټې د افغان کډوالو د اخراج بهیر پیل کړ او اعلان یې وکړ چې په دغه هېواد کې د بې اسنادو کډوالو شمېر له ۱.۷ ټنو څخه زیات دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې له پاکستانه تر ۳۲۷ ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د پاکستان د موقت حکومت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې یوې خبرې غونډې ته د وینا پر مهال د خپل حکومت د هغې پرېکړې دفاع وکړه چې بې اسناده افغان کډوال وباسي او دا یې هم وویل چې افغانستان سره به ستونزې هغه مهال حل شي چې د ده په ټکو، په افغانستان کې یو مشروع حکومت جوړ شي.





Губернаторы России
Москва

Собянин рассказал о Международном форуме инноваций БРИКС





Москва

V Общероссийская конференция «Устойчивое развитие этнокультурного сектора» представит калейдоскоп успешных практик в сфере социального проектирования


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: Колледжи проведут Дни открытых дверей



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Фёдор Шаляпин

Наследие Шаляпина и Рахманинова представили на выставке-форуме «Россия»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Олимпийский чемпион Роман Костомаров поздравил победителей номинации «Экскурсия без границ» программы «Лига Экскурсоводов»

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве

Сергей Собянин подвел итоги Московской олимпиады школьников


WTA

Рахимова прошла во второй круг турнира WTA в Рабате на отказе Таунсенд



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России