په بدخشان کې د زلزلې ټکانونه احساس شوي
د افغانستان په بدخشان کې نن سهار د زلزلې ټکانونه احساس شوي دي.
د امریکا د جیولوجي سروې د ادارې له اټکل سره سم دا زلزله د څلور اعشاریه درې ریښتر په کچه وه چې مرکز یې د بدخشان په زیباک ولسوالي کې و.
د دې زلزلې ټکانونه په تاجکستان کې هم احساس شوې دي.