سوډان کې د یوه پله نړیدل؛ د جګړې دواړه غاړې پرې یو بل ګرموي
![سوډان کې د یوه پله نړیدل؛ د جګړې دواړه غاړې پرې یو بل ګرموي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-c5d2-08dba879b899_w800_h450.jpg)
د سوډان پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو په نوم ملېشه وو، پرون یو او بل د خرطوم په جنوب کې د یوه پله په زیانمنولو تورن کړل.
د رویټرز خبري اژانس په حواله، د جبل اولیا د اوبو پر بند دغه پل تر حملې وروسته زیانمن شوی، چې دا د سوډان په اووه میاشتنۍ جګړه کې اساسي بنسټونو ته د زیان اوښتو وروستی مورد دی.
د دې پله د زیانمنېدو بشپړ څرنګوالی معلوم نه دی، خو په بشپړ ډول زیانمنېدو یې د سېلابونو بهېدو خطر زیات کړی دی.
د خرطوم د جنوب په جبل اولیا سیمه کې د وروستیو ورځو جګړه سخته شوې ده، چې له کبله یې په زرګونو کسان بېځایه شوي دي.
د چټک ملاتړ ځواکونو په نوم ملیشه وو روانه میاشت په دې سیمه کې د یوې پوځي اډې د نیولو ادعا کړې ده.
د فرانسې خبري اژانس وايي، د سوډان په جګړه کې تر ۱۰زرو او ۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي، خو اټکل کېږي، چې واقعي شمېر به خورا زیات وي.