د تشناب نړیواله ورځ او په کندهار کې د عامه تشنابونو نشتوالی
![د تشناب نړیواله ورځ او په کندهار کې د عامه تشنابونو نشتوالی](https://gdb.rferl.org/00ef0000-0a00-0242-964f-08d9ab8edee2_cx0_cy16_cw0_w800_h450.jpg)
د نومبر ۱۹مه یانې نن د تشناب نړیواله ورځ ده.
د کندهار اوسیدونکي د دغې ورځې په مناسبت، په دغه ښار کې د عامه تشنابونو د جوړیدو غوښتنه کوي.
د دغه ښار اوسیدونکي وایي د رفع حاجت او اودس کولو لپاره د عامه تشنابونو د کموالي له امله زیات وخت خلک مجبوریږي چې د لویو لارو پر سر خپله ستونزه حل کړي.
بلخوا روغتیاپالان وايي،دا چاره د بېلابیلو ناروغیو د رامنځ ته کېدو سبب کیږي.
په دې اړه زموږ همکار راپور لري، چې د لاندې لېنک له کېکاږلو سره یې اوریدلی شئ: