د ایران یو مخکښ سیاستوال: د غزې جګړه کې باید ښکېل نه شوو
د ایران یوه مخکښ سیاستوال پرون شنبه خبرداری ورکړ، چې ایران باید د غزې تړانګې په جګړه کې ښکېل نه شي.
غلام علي حداد عادل په تهران کې اعتماد ورځپاڼې ته په خبرو کې ویلي، په ایران کې هغه کسان چې غواړي د غزې په جګړه کې ښکېل شي باید وپوهېږي، چې دا هغه څه دي چې د ده په وینا په خپله د اسراییل رژیم یې غواړي.
حداد عادل زیاته کړه، چې په دې جګړه کې د ایران ګډون به د امریکا له متحدو ایالتونو سره د جګړې سبب شي او په داسې جګړه کې به اسراییل په خوندي اړخ کې وي.
حداد عادل ته په ایران کې د یوې محافظه کارې ډلې د یوې برخې په سترګه کتل کېږي. هغه په داسې شورا کې حضور لري، چې د ایران رهبر، علي خامنه اي ته سلا مشورې ورکوي.