د خوړو نړیوال پروګرام: له پاکستانه د اېستل کیدونکو کډوالو د ناورین ډېر تاوان افغان ماشومان پرې کوي
![د خوړو نړیوال پروګرام: له پاکستانه د اېستل کیدونکو کډوالو د ناورین ډېر تاوان افغان ماشومان پرې کوي](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-6e27-08dbe04e7de1_cx0_cy8_cw0_w800_h450.jpg)
د خوړو نړیوال پروګرام WFP وايي، په افغانستان کې د روان بحران دروند بار په داسې حال کې د افغانانو زرګونه کورنۍ په جبري ډول له پاکستانه اېستل کېږي تر ډېره د ماشومانو په اوږدو دی.
WFP پرون د ماشوم د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپل اېکس پاڼه په یوه بیان کې لیکلي دي چې دا کورنۍ په داسې یوه وضعیت کې راستنېږي چې هېڅ اسره او د استوګنې لپاره ځای هم نه لري.
ملګري ملتونه هرکال د نوامبر ۲۰مه د ماشوم د نړیوالې ورځې په توګه لمانځي.
د خوړو نړیوال پروګرام په خپل پروني بیان کې هیله څرګنده کړې چې ماشومان خوندي او روغ، رمټ وي او هېڅکله په وږي نس ویده نه شي.