اسراییلو غزه کې د حماس ډلې پر ضد عملیاتو ته زور ورکړی
![اسراییلو غزه کې د حماس ډلې پر ضد عملیاتو ته زور ورکړی](https://gdb.rferl.org/8a77b6e1-8e8a-4ec5-a9ef-d34258a82409_w800_h450.jpg)
اسراییلو پرون د غزې په تړانګه کې د حماس پرضد چې متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه یې د تروریستي ډلې په توګه پېژني، خپلو عملیاتو ته زور ورکړ.
اسراییلي سرتېرو د غزې د تړانګې په یو روغتون کې چې له تېرو څو اونیو راهیسې زرګونه ناروغان او بې ځایه شوې کورنۍ پکې دېره دي او د روغتون په شاوخوا کې د حماس له جنګیالیو سره نښتې وکړې.
په روغتون کې دننه یوه روغتیاپال او د غزې د روغتیا وزارت ویلي چې د اندونیزیا په نوم د دې روغتون پر دوهم پوړ یو توغندی ولګېد چې دولس کسان یې ووژل.
دواړو سرچینو د دې برید پړه پر اسراییلو اچولې، خو اسراییل وايي چې روغتون یې په توغندي نه دی ویشتلی؛ بلکې د هغو دزو ځواب یې ویلی دی چې وسله والو د روغتون له منځه پر اسراییلي سرتېرو کولې.