داوړ: د پاکستان سترې محکمې د افغان کډوالو د اېستلو پر پریکړې غور کوي
![داوړ: د پاکستان سترې محکمې د افغان کډوالو د اېستلو پر پریکړې غور کوي](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-aaab-08db58587728_w800_h450.jpg)
د راپورونو له مخې، د پاکستان سترې محکمې منلې ده چې له دې هېواده د لکونه افغان کډوالو د اېستلو د پرېکړې په اړه غور وکړي.
د ملي دیموکراتیک غورځنګ مشر او د پاکستان د پارلمان غړي محسن داړو پر اېکس شبکې (پخواني ټویټر) په یوه بیان کې ویلي چې د سترې محکمې له قاضي یحیی اپریدي سره په کتنه کې یې د افغانانو د اېستلو د بهیر د بندولو غوښتنه وکړه چې ومنل شوه او سترې محکمې د دوی دعوې په اړه د بحث ژمنه وکړه.
پاکستاني رسنیو هم د نامعلومو سرچینو په حواله دا خبر ورکړی خو ویلي یې دي چې سترې محکمې په دې اړه د بحث لپاره د غونډې نېټه نه ده اعلان کړې.
دا په داسې حال کې ده چې د نوامبر له لومړۍ نېټې راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ روانه ده او په دې ترڅ کې پرون هم زرګونه کسان د تورخم او سپین بولدک له دروازو څخه هېواد ته ستانه شول.