راپورونه: کندهار کې د طالبانو د کابینې غونډه روانه ده
راپورونه وايي چې د طالبانو د حکومت د کابینې غونډه په کندهار کې روانه ده.
په کندهار کې د طالبانو سرچینه چې نه غواړي نوم یې ښکاره شي، ازاذي راډیو ته وویل چې دا غونډه له پرون راهیسې پیل شوې او مشري یې د طالبانو لوی مشر ملاهبت الله آخوندزاده کوي.
د دې غونډې په اړه ډېر جزییات نشته خو سرچینه وايي، د طالبانو د حکومت ټول سرپرست وزیران او د خپلواکو ادارو مشران ګډون پکې لري.
د سرچینې په وینا په غونډه کې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو او د افغانستان د راتلونکې په اړه د نړیوالې ټولنې د هغې غونډې په اړه بحثونه کېږي چې راتلونکې میلادي میاشت په قطر کې جوړېږي.
د طالبانو د حکومت رسمي ویندویانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.