ویسټ: هېواد ته د ستنیدونکو افغان کډوالو د مرستندویانو ملاتړ ته دوام ورکوو
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، داسې مهال چې د مهاجرت نړیوال سازمان او د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویه کمیشنري له پاکستانه خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنولو او له هغو سره د بېړنیو مرستو چارې تنظیموي امریکا به د دې ادارو ملاتړ ته دوام ورکړي.
ټام ویست بېګا پر ایکس شبکې په یوه بیان کې ویلي، دی له دې سره موافق دی چې راستنېدونکي افغانان د خونديتوب، درناوي او ساتنې مستحق دي.
له دې مخکې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن دیکر پر خپل ایکس پاڼه لیکلي و، چې زرګونه راستنېدونکو افغانانو ته د خوړو، استوګنځي او روغتیايي خدماتو د برابرولو په چاره کې د سیمه ییزو افغان چارواکو له همکارۍ څخه خوشاله ده.