اوکراین: د روسیې لخوا زموږ خلاف کاریدونکي څوارلس ایراني ډرونونه مو را وغورځول
د اوکراین د هوایي مدافعې ځواکونه وایي، ټولې هغه ایراني ساخت ۱۴ بې پیلوټه الوتکې یا ډرونونه یې راغورځولي چې روسیې تېره شپه د اوکراین پرځینو اهدافو د حملو لپاره کارولې.
دغو ځواکونو نن چهارشنبې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه الوتکې، د دنیپرو پتروسک، زاپوریژیا او کییف په شمول په شپږو سیمو کې راغورځول شوي دي.
په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي چې د روسیې کروز توغندي چې پرزاپوریژیا سیمې توغول شوي و، خپل هدف ندي ته رسیدلي.
په عین حال کې د روسیې دفاع وزارت ویلي چې هوایي ځواکونو یې په اشغال شوې کریمیا ټاپووزمه کې د اوکراین درې ډرونونه له مینځه وړي دي.