اسراییل: حماس ډلې سره د اوربند په ځنډیدو اندېښمن نه یوو
د اسراییل او د حماس د سختدریځې ډلې ترمنځ د اوربند په ټینګېدو کې له ۲۴ ساعته ځنډ وروسته یوه اسراییلي چارواکي نن سهار د خپل هېواد رسنیو ته وویل چې د دې ځنډ له کبله اندېښنه نه لري.
ټاکل شوې وه چې اسراییل او حماس د څلورو ورځو په مخه د جنګي عملیاتو د درولو په وړاندې له اسراییل څخه ۵۰ تنه تښتول شوي ښځې او ماشومان او د فلسطین ۱۵۰ امنیتي بندیان تبادله کړي.
په اسراییلي رسنیو کې د خپرو شویو راپورونو له مخې، حماس پر دې سربېره چې د تېرې شپې تر ناوخته د اوربند موافقه لاسلیک کړې نه وه او د قطر حکومت ته یې رسمي ژمنه نه وه ورکړې، د اسراییلي یرغملو لیست یې هم نه دی سپارلی.
د اسراییل پوځ د موقت اوربند موافقه، چې د قطر په منځګړتوب شوې، د چهارشنبې په سهار لاسلیک کړه.