د راشد خان د ملا عملیات ترسره شول
د افغانستان د شل اوریزه سیالیو لوبډلمشر راشد خان د ملا عملیات ترسره کړي دي.
ښاغلي خان نن د نومبر په ۲۳مه نېټه په خپلو ټولنیزو پاڼو د خپل روغتون د بستر انځور خپور کړی او ویلي یې دي چې عملیات یې په بریالیتوب سره ترسره شول او ډېر ژر به بېرته د کرکټ لوبو ته ستون شي.
د نوموړي له ټپونو هغه وخت خلک خبر شول، کله چې د اسټرالیا د بیګ بېش لیګ په سږني پړاو کې یې د نه ګډون خبر ورکړل شو.
د راشد خان ورور عبدالجلیل شینواري ازادي راډیو ته وویل، هغه له ډېره وخته د ملا له دردونو کړېده او بلاخره یې د ډاکټرانو په سپارښتنه نن پنجشنبه د لندن په یوه روغتون کې عملیات وکړل.
ښاغلي شینواري ويلي، ډاکټرانو د یوه میاشت ارام سپارښتنه ورته کړې او تر هغې وروسته به بېرته خپل کرکټ پیل کړي.
اوس مهال د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نړیوالې سیالۍ هم نه لري، خو د کرکټ بورډ ادارې د راتلونکي کال په لومړۍ میاشت کې له هند سره د درې شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ خبر ورکړی دی.