د چین او جاپان اختلافات؛ دیپلوماتانو یې د حل لپاره سره لیدلي
![د چین او جاپان اختلافات؛ دیپلوماتانو یې د حل لپاره سره لیدلي](https://gdb.rferl.org/04B5E5E5-84BF-48D8-99BC-443F447E7A57_cx0_cy16_cw71_w800_h450.jpg)
د جاپان او چین ډیپلوماتانو پرون شنبه پر دوه اړخیزو مسایلو د بحث لپاره سره وکتل.
دوی هڅه کوي چې ځینې لانجې، له دې ډلې د جاپان پر سمندري خوړو د چین له خوا لګېدلی بندیز حل کړي.
د دغه بندیز له کبله د جاپان صادروونکو ته سخت زیانونه اوښتي دي.
د جاپان د بهرنیو چارو وزیرې یوکو کاميکاوا او د هغه چینايي سیال وانګ يي د جنوبي کوریا په جنوبي ښار بوسان کې سره وکتل.
ټاکل شوې نن یکشنبه له دوی سره په درې اړخیزو خبرو کې د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزیر پارک جین هم برخه واخلي.
له کله چې کامیکاوا په سپټمبر میاشت کې د جاپان د بهرنیو چارو وزیره ټاکل شوې، د لومړي وار لپاره یې له وانګ يي سره مخامخ وکتل او دا کتنه یې ډېر بامفهومه بللې ده.
هغې ویلي چې پر امنیتي او اقتصادي غونډو موافقه شوې ده، خو په دې باب یې نور تفصیل نه دی ورکړی.