د طالبانو حکومت د روسیې سفیر سره د اړیکو د پراختیا په اړه بحث کړی
په داسې حال کې چې مسکو تېره پنجشنبه د طالبانو د مخالفو شخصیتونو د یوې غونډې کوربه و، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي پرون په کابل کې د روسیې له سفیر دمیتري ژیرنوف سره وکتل.
ملي راډیو ټلویزیون چې د طالبانو په کنټرول کې دی پرون په خپله اېکس شبکه کې لیکلي چې په دې کتنه کې د افغانستان او روسیې پر دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو، دغه راز نورو مسایلو بحث وشو.
په دې کتنه کې د مسکو د غونډې په باب څه نه دي ویل شوي، هغه غونډه چې د طالبانو سخت العمل یې پارولی و.
تېره پنج شنبه د "افغانستان د تېر او راتلونکي ترمنځ" په نوم دغه کنفرانس ته د طالبانو مخالفې څېرې وربلل شوې وې.
د کنفرانس د ګډونوالو له ډلې د ملي مقاومت په نوم د وسله والې جبهې مشر احمد مسعود ویلي وو، هڅې یې کړي، د خبرو له لارې د افغانستان مسئله حل کړي، خو نوموړي ادعا وکړه چې طالبانو هر ځل مذاکرات رد کړي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد دغې غونډې ته په اشاره د سیمې له هېوادونو غوښتنه وکړه چې د افغانانو ترمنځ دې فتنې ته لمن نه وهي.