د 'آی پي ایل' لوبډلو د پنځو افغان لوبغاړو د ساتلو اعلان کړی
د هند د کرکټ غوره لیګ یا 'آی پي ایل' لوبډلو د هغو پنځو افغان لوبغاړو د ساتلو اعلان کړی چې مخکیني دور کې هلته لوبېدل.
راشدخان او نوراحمد به د ګجرات ټایټنز په لوبډله کې پاتې شي، رحمن الله ګربز په کلکته نایټ رایډرز، نوین الحق په لکنوو سوپر جاینټز او فضل الحق فاروقي هم په سنرایزر حیدراباد ټیم کې ولوبېږي.
د آي پي ایل لوبډلو پرون یکشنبه د راتلونکي دور لپاره پاتې کېدونکي لوبغاړي اعلان کړي او هم یې ځينې لوبغاړي ازاده او خرڅلاو ته پرېښي.
د افغانستان د کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف هیله ښودلې چې د ۲۰۲۴ کال په آي پي ایل کې به ځینې نور لوبغاړي لکه عظمت الله عمرزی هم واخیستل شي.
د ۲۰۲۴ کال د آي پي ایل سیالۍ د لسو لوبډلو ترمنځ د مارچ له درویشتمې د مې تر ۲۹دوام کوي.
راشدخان او محمد نبي د افغانستان لومړني لوبغاړي وو چې د آي پي ایل په لوبډلو کې لوبېدل او ورو ورو د نورو افغان لوبغاړو لپاره هم د کرکټ په دغه معتبره تجارتي لیګ کې د لوبېدو چانس برابر شو.