زیلینسکي: د جګړې په لومړۍ کرښه کې د سیمو د پیاوړتیا چارې باید ګړندۍ شي
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ د نومبر ۳۰مه د پوځ له مشرانو سره د لیدو لپاره د زاپوریژیا جنوبي سیمې ته سفر وکړ او وروسته یې وویل چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د سیمو د پیاوړتیا چارې باید ګړندۍ شي.
زیلینسکي تېر ماښام په خپله وینا کې د دونیتسک سیمې ځینو برخو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې زیاته پاملرنه به دوی ته ورکړل شي.
په همدې حال کې د اوکراین د ځواکونو قومندان ویلي چې روسي ځواکونو د کوپیانسک، لیمان، باخموت، اودیوکا، مارینکا او زاپوریزیا په شمول په څو مرکزونو ناکام بریدونه کړي دي.
د سیمهییزې پوځي ادارې په وینا، د روسیې ځواکونو د پرونیو بریدونو په نتیجه کې یو ملکي وګړی په جنوبي خرسون سیمه کې وژل شوی او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.
د روسیې غیرموجه یرغل چې د ۲۰۲۲م کال د فبروري په ۲۴مه پیل شو، لاهم دوام لري.