Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2023

د افغان کډوالو د ایستلو دوام؛ د پاکستان سترې محکمې په دې تړاو په ورکړل شوې عریضې غونډه کړې

0
د افغان کډوالو د ایستلو دوام؛ د پاکستان سترې محکمې په دې تړاو په ورکړل شوې عریضې غونډه کړې

د پاکستان سترې محکمې له دې هېواده د افغان کډوالو د جبرې ایستلو په اړه د ورکړل شوې عریضې په اړه د اورېدنې لومړنۍ غونډه وکړه.

په داسې حال کې چې له پاکستانه د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو او نیولو لړۍ په شدت سره روانه ده د دې هېواد سترې محکمې د هغه عریضې په تړاو د اورېدنې لومړنۍ غونډه کړه چې د پاکستان د بشري حقونو فعالانو او سیاسي څېرو ورته سپارلې وه.

یو شمېر پاکستاني رسنیو له دې دلې د ډان نیوز د راپور پر بنسټ د سترې محکمې د نن ورځې په غونډه کې د دې محکمې یوې قاضي عایشې ملک ویلي چې پاکستان د کډوالو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ټول کنوانسیونونه لاسلیک کړي او دغه هېواد مکف دی چې دغه کنوانسیونونو رعایت کړي.

سترې محکمې دغه شان په دې اړه د پاکستان موقت حکومت او د بهرنیو چارو وزارت ته خبرتیاوې استولي دي.

وړاندې پاکستاني رسنیو ویلي وو چې د دغې عریضې د ارزونې لپاره د پاکستان سترې محکمې د دوو قاضیانو یحیی افریدي او عایشې ملک په ګډون د مشر قاضي سردار طارق مسعود په مشرۍ یو پلاوی هم ټاکلی دی.

د نن ورځې د محکمې په پیل کې د عریضه کوونکو له ډلې د پیپلز ګوند پخواني سناتور فرحت الله بابر وویل چې سرپرست حکومت د غیرقانوني افغان اتباعو د ایستلو واک نه لري.

هغه وویل چې له ډېری افغانانو سره اوسمهال غیرانساني چلند کېږي.

بابر وویل :"دا محکمه د اتباعو د حقونو د ساتنې واک لري."

خو د پاکستان سترې محکمې لا په دې اړه خپله وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

د پاکستان د پارلمان پخواني غړي محسن داوړ په خپل ایکسپاڼه د سترې محکمې له لوري د عریضې په تړاو د اورېدو د لومړنۍ غونډې هرکلی کړی او لیکلي یې دي: "موږ هیله من یو چې عدالت تامین شي او د افغان کډوالو حقونه به خوندي شي."

دغه عریضه د افراسیاب خټک، محسن داوړ، فرحت الله بابر، ایمان زینب مزاري، سناتور مشتاق احمد، امنه مسعود جنجوعه، محمد جبران ناصر، احمد شبر او عمران شفیق په ګډون د پاکستان د ځینو سیاسي مشرانو او د بشري حقونو د فعالانو له لوري د یاد هېواد څخه د افغان کډوالو د ایستلو په غبرګون کې شوې ده.

په عریضه کې د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه چې د څو لسیزو راهیسې په دغه هېواد کې ژوند کوي د پاکستان د قوانینو پر خلاف او غیرانساني بلل شوې او له سترې محکمې غوښتنه شوې چې د پاکستان موقت حکومت ته دې امر وکړي چې په دې هېواد کې مېشت ثبت شوي او کارت لرونکي افغان کډوال ونه ځورول شي.

په عریضه دا هم ویل شوي چې د پاکستان له خوا افغان کډوال په داسې حال کې له دې هېواده ایستل کېږي چې په افغانستان د طالبانو حکومت د کډوالو د ځای پرځای کولو لپاره هېڅ چمتووالی نه لري.

پاکستان له دې هېواده د بې اسناده افغان کډوالو ایستلو لړۍ د تېر نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې پیل کړې چې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ تر تېرې ورځې له څلور سوه زره نه ډېر افغانان د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې مېشته یوه افغانه پناه غوښتونکې جلوې اخوند زاده ازادي راډيو ته وویل چې له تېرو دوه کالو راهیسې په پاکستان کې اوسېږي، خو اوس ورته تر بل هر وخت ژوند سخت شوی دی.

هغې وویل: "په کورونو کې بند یو، ځکه ویزې نه لرو چې ویزې ته اپلای وکړو ردېږي. بازار ته نه شو تللی، ان روغتیايي مرکزونو ته نه شو تللی. د کورونو په نیولو کې ستونزې لرو ځکه وايي، هغه افغانانو ته کورونه نه ورکوو چې ویزه نه لري."

دا په داسې حال کې ده چې نن د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د جمعې له لمانځه وروسته له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د پرېکړې پر وړاندې او د چمن پرلت په ملاتړ احتجاجي غونډې او اعتراضونه شوي دي.

دغه احتجاجي غونډې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په غوښتنه د دې غورځنګ د غړو له لوري ترسره شوي په کې تر ډېره په پاکستان له افغان کډوالو سره د روان ناسم چلند غندنه شوې ده.

په همدې حال کې په افغانستان کې د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا سره په لیدنه کې د ژمي په درشل کې له پاکستان او ایرانه په زوره د کډوالو ایستل د ټولو نړیوالو او بشري قوانینو خلاف عمل بللی دی.

حنفي له ملګرو ملتونو وغوښتل چې دغه هېوادونه باید د راستنېدونکو کډوالو د شتمنیو د بشپړ لېږد په برخه کې د بشري حقونو درناوى وکړي.

که څه هم د پاکستان دا پرېکړه په نړیواله کچه د بشري حقونو د بېلابېلو بنسټونو له لوري غندل شوې او له دې هېواده غوښتنه شوې چې د ژمي په درشل کې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي، خو پاکستان بار بار د خپلې پرېکړې په عملي کېدو ټینګار کړی دی.





Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин подвел итоги Московской олимпиады школьников





Москва

Свыше 600 навалов мусора устранили в Подмосковье за неделю


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о Международном форуме инноваций БРИКС



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Певица

Певица Наташа Королева вышла на сцену в Пятигорске после скандала на телевидении




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Олимпийский чемпион Роман Костомаров поздравил победителей номинации «Экскурсия без границ» программы «Лига Экскурсоводов»

Сотрудница ОМОН "Оплот" приняла участие в костромском забеге «Галичское Заозерье»

Сергей Собянин подвел итоги Московской олимпиады школьников


ATP

Российский теннисист Медведев опустится на строчку в рейтинге ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России