ازبکستان د لسګونه ماشومانو په مړینه د تورنو کسانو د محاکمې بهیر وځنډوه
![ازبکستان د لسګونه ماشومانو په مړینه د تورنو کسانو د محاکمې بهیر وځنډوه](https://gdb.rferl.org/18306720-7eec-41e7-b3f3-4d4a0526b088_w800_h450.jpg)
د ازبکستان د پلازمېنې تاشکند یوې محکمې د لسګونه ماشومانو د مړینې په قضیه کې د ۲۱ تورنو کسانو د محاکمې جریان پرون وځنډاوه.
ګومان کېږي چې دا ماشومان به د ټوخلې د یوه ډول شربت د کارولو په نتیجه کې مړه شوي وي.
د ازبکستان سترې محکمې پرون (د ډسمبر په لومړۍ نېټه) په یوه بیان کې وویل چې دا قضیه د نورو تحقیقاتو لپاره استول شوې ده، څو نور کسان که احتمالا په دې قضیه کې ښکېل وي وپېژندل شي.
په ۲۰۲۲ کال کې د ټوخلې یو ډول شربت چې د ماریون بایوتیک په نوم د هندي شرکت له خوا جوړ شوی و، په ازبکستان کې ۶۵ ماشومان ووژل چې دې خبرې ټولې منځنۍ آسیا ته ټکان ورکړ.
هندي شرکت هغه مهال ویلي وو چې د دې شربت تولید یې درولی او په دې اړه څېړنې کوي.