ښځینه بیګ بیش لیګ؛ اډلیډ سټرایکرز لوبډلې د سږني پړاو اتلولي وګټله
د اسټرالیا د ښځینو د بیګ بیش لیګ د سږني پړاو په پایلوبه کې اډلیډ سټرایکرز لوبډلې برسبن هیټ ته ماتې ورکړه او په پرله پسې ډول یې اتلولي وګټله.
دغه پایلوبه چې د ډسمبر په ۲یمه نېټه د اسټرالیا په اډلیډ ښار کې ترسره شوه، د سټرایکرز لوبډلې د ۱۲۶ منډو هدف ټاکلی و او هیټ لوبډلې د ۸ وېکټو په سوځېدو سره ۱۲۲ منډې وکړې او د ۳ منډو په توپیر یې سیالي وبایلله.
په پایلوبه کې د اډلیډ لوبغاړې امنداجادي ویلینګټن غوره لوبغاړې وټاکل شوه، هغې د ۱۶ منډو په بدل کې ۳ وېکټې سوځولې وې.
د ټورنمنټ د غوره لوبغاړې جایزه بیا سریلانکایۍ چماري اتاپتو ته ورکړل شوه.
هغې چې د سیډني تندر لوبډلې لپاره سږکال لوبې وکړې، په ټول ټورنمنټ کې یې ۹ ویکټې اخستې وې او ۵۵۲ منډې یې کړې وې.
د ویلو ده چې یادې سیالۍ د اکټوبر میاشتې په ۱۹مه نېټه د ۸ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې.