د سیند چارواکو پښتون قامي جرګې ته د غونډې اجازه ور نه کړه
د جرګې مشرانو د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل، ټاکل شوې وه چې جرګه د حیدراباد په یوه ودانۍ کې وشي او د دې لپاره یې له مرستیال کمېشنره اجازت اخیستې وو خو د هغې باوجود پولیسو جرګې ته پرې نه ښودل او د ودانۍ مالک یې هم ګرفتار کړ.